افغان جګړه بهرنی اړخ لري او د بهرنیانو له همکارۍ پرته نه سي ختمیدلای.
په پاکستان کې افغان سفیر د ځینو سیاسي څیرو پر هغه نیوکو غبرګون ښودلی چي ویلي یې وو، د افغان سولي لپاره امریکایی استازی زلمی خلیلزاد د سولي ټولي چاري پرمخ وړي.
عمر زاخېلوال ویلي د افغانستان جګړه بهرنی اړخ لري، ددغه جګړې وسله وال ترهګر د بهرنیانو له لوري تمویل کېږي، بهرني هېوادونه په خپلو مرکزونو کي د افغان جګړې ښکیلو وسله والو ته د روزني زمینه برابروي نو سوله هم د بهرنیانو په همکارۍ راتللای سي.
دده په خبره امریکا د افغان جګړې مهم ښکیل لوری دی او تر هغه چي دوی له طالبانو سره یوې پایلي ته ونه رسېږي، نو په دې جګړه کي به د افغان انسان ویني همداسي تویېږي.
دده په وینا پر افغانانو تل د پردیو جګړه تپل سوې ده او اوس ددې وخت دی چي دغه جګړه پای ته ورسول سي.
نوموړي ویلي چي امریکا یوازي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت افغان سولي ته زمینه برابروي او پاته خبري به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ترسره کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون