د وسله والو طالبانو له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د قطر دفتر استازو د افغانستان د سولي په اړه د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي او د بېلو مسایلو په اړه یې خبري ورسره کړي دي. د خبرپاڼې په حواله طالبان له امریکا سره په دې خبرو کي کومې هوکړي ته نه دي رسیدلي او دا خبري ډیري ابتدایي وې.
طالب ویاند زیاته کړې، په رسنیو کي چي د موقت حکومت په اړه کوم راپورونه خپرېږي ناسم دي او دوی له امریکا سره په دې ډول مسایلو خبري نه دي کړې.
طالبانو همدا راز ویلي چي د افغانستان د رواني ستونزي سیاسي حل ته ژمن دي او د امریکايي ځواکونو وتل یې موخه ده.
په خبرپاڼه کي ټینګار سوی چي د طالبانو یوه مهمه غوښتنه په افغانستان کي د اسلامي حکومت جوړول او د بهرنیو ځواکونو وتل دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون