د ولسي جرګې ګڼو غړو نن د سولي په برخه کي د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ وکړ

یو محدود شمیر وکیلانو نن د ولسي جرګې په امتیازي ساعت کي د خبرو پر مهال وویل، چي زلمی خلیلزاد پخپل سره لګیا دی او د افغان سولي لپاره خپل سری کار کوي.

د وکیلانو په خبره دوی افغان حکومت ته صلاحیت نه ورکوي.

خو ډېر شمېر وکیلانو بیا د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ وکړ او هغه یې د افغانستان په ګټه وبللې.

د ولسي جرګې غړي عبیدالله بارکزي وویل، یوازې لږ سلنه هغه کسان چي د پردیو جاسوسان دي او د پردیو لپاره کار کوي د سولي له هر ډول هڅو سره مخالفت کوي.

دده په خبره سوله د افغانانو حق دی، د افغانانو هیله ده او ټول افغانان غواړي چي په سوله کي ژوند وکړي.

بارکزي ټینګار وکړ، چي یوازې پردي جاسوسان او د نورو هیوادونو د ګټو لپاره کارکوونکي کسان د سولي له هڅو سره مخالفت کوي.

د ولسي جرګې ګڼو غړو همدا راز پر وسله والو طالبانو هم ږغ وکړ، چي له جګړو لاس واخلي او په افغانستان کي د سولي، ثبات، پرمختګ او دایمي سوکالۍ لپاره کار واخلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...