راپور: مهتمم صالح
د دغه صندوق مشر محمد اصيف وردګ وايي، که خبريالان ځانونه بيمه کړي، د پېښو په وخت کي به ورسره مرسته وسي.
بل خوا په کندهار کي د نی ساحوي دفتر مسٔول سميع غيرتمل غوښتنه کوي، چي دغه ډول مرستي د نورو شهيدو خبريالانو د کورنيو سره هم وسي.
د افغانستان د خبريالانو د مالي ملاتړ صندوق لخوا د ملي تلوېزيون د کمره مېن شهید محمد سليم رحيم د کورنۍ سره نقدي مرسته وسوه.
د دغه صندوق مشر محمد اصيف وردګ وايي، د هيواد د ولسمشر په مرسته د خبريالانو د مالي ملاتړ لپاره د بيمې دغه صندق ايښول سوی دی.
وردک وايي، که خبريالان ځانونه بيمه کړي، د پېښو په وخت کي به ورسره مرسته وسي.
وردګ زياتوي د ولسمشر لخوا پنځه ميليونه او د ماليې وزارت لخوا لس ميليونه افغانۍ دغه صندق ته اچول سوي دي.
بل خوا په کندهار کي د نی ساحوي دفتر مسٔول سميع غيرتمل غوښتنه کوي، چي دغه ډول مرستي د نورو شهيدو خبريالانو د کورنيو سره هم وسي.
غيرتمل وايي د سویل لوېديځي حوزې د خبريالانو اقصادي وضع ښه نه ده نو بايد جدي پاملرنه ورته وسي.
شهيد سليم رحيم د تلي پر ۲۶ د کندهار ولايت مقام په پېښه کي د ستر جنرال عبدالرازق، جنرال مومن حسن خيل او يو شمېر نورو کسانو سره يو ځای ووژل سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون