راپور: محمد یار مجروح
د سولي شورا مسوولین زیاتوي، چي په ملي اونړیواله کچه د سولي لپاره رواني هڅي به وسلوال طالبان د افغان حکومت سره د سولي مېز ته کښېنوي.
بلخوا یو شمیر کسان وايي، نړیوال سولي ته ژمن ندي او هغه وخت ممکنه ده چي بین ال افغاني مذاکرات وسي.
په کندهار کي د سولي شورا مسوولین وايي، تر بل هر وخت اوس مهال د سولي لپاره ښه زمینه برابره سوې ده.
دسولي شورا د درالنشاه رئيس محمدعمر ساطع وايي، دوی د کندهار په ډیری ولسوالیو کي د سولي د کمپاین اړوند له دیني عالمانو اوقومي مشرانو سره غونډي کړي، چي به خبره یې د ټولو غوښتنه داده تر څو د جنګ دواړي غاړي دتوافق پر اساس د سولي میز ته کښېني، او روانه جګړه پای ته ورسیږي.
دده په خبره تر بل هر وخت اوس د بین ال افغاني سولي لپاره زمینه برابره سوې ده.
د ښاغلي ساطع په خبره په ملي او نړیواله کچه د سولي لپاره هڅي به وسلوال طالبان د سولي میز ته کښېنوي.
دی همدارنګه زیاتوي د نړیوالو له لوري بندیزونه به ایران او پاکستان دې ته مجبوره کړي تر څو په خپلو ستراتیژیو کي تغیر راولي.
خو بلخوا یوشمیر کسان به نړیواله کچه د سولي اړوند کنفرانسونوته په کرکه ګوري.
دوی وايي، د سولي د هڅو په برخه کي نړیوال خپلي ګټي ګوري او د افغانستان سولي ته ژمن نه دي.
عام کسان وايي، سوله هغه وخت ممکنه ده چي بین ال افغاني مذاکرات وسي.
د کندهار د سولي شورا مسوولین یادي څرګندوني پر داسي مهال کوي چي د سولي د عالي شورا غړي وايي، د سولي پروسه ددغي شورا له واکه وتلې ده.
دوی زیاتوي، حتی د سولي اړوند ناستو کي د یادي شورا غړو ته بلنه هم نه ورکول کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون