ولسمشر غني له محقق او نورو سیاسي مشرانو سره وکتل

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼۍ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د سولي په اړه د مشورتي ناستو په لړ کي پرون ماښام له  محمد محقق، صادق مدبر، اسدالله سعادتی، محمد اکبري، سیدعلي کاظمي، عبدالحق شفق او محمد ناطقي سره وکتل.

له ارګه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي ولسمشر غني د سولي د مشورتي بورډ د ایجاد، د سولي عالي شورا د فعالیتونو، د مذاکره کوونکي پلاوي د ترکیب او د مذاکراتو د پیل په صورت کي د بیلابیلو کمېټو د تشکیل په اړه د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل او سولي ته د رسېدو په برخه کي یې د هغوی نظریات مهم وبلل.

ولسمشر غني وویل، د حکومت د کار مبنا د افغانستان د خلکو اجماع ده او د سولي په اړه د اقداماتو اساس به مشوره وي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د سولي مشورتي بورډ موخه د سولي مذاکراتو ته چمتووالی او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مشخص ادرس رامنځته کول دي.

ولسمشر غني تر دې مخکي د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ګوند له مشرانو، مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره کتلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...