د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي دغه سرتيري کتناکي ایالت ته لیږل کیږي او نوې روزنه به ترلاسه کړي.
دغه ۲۰۰ امریکايي عسکرو ۹ میاشتي په افغانستان کي فعالیتونه ترسره کړي دي او د جګړې په ډګر کي یې خپل مهارتونه ازمویلي دي.
امریکايي چارواکو تر دې وړاندي اعلان کړی و، چي ښايي لسګونه عسکر یې د ژمي په موسم کي له افغانستان وباسي او په امریکا کي نوې او لا سختي روزنې ورکړي.
د سرچینې په خبره دغه عسکر به د جګړې نوي فصل ته تیاریږي او بیرته به افغانستان ته رالیږل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون