د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په روان ۲۰۱۸ مبلادي کال کي له ترکیې څخه ۲۶زره افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه سوي دي

دغه وزات وايي، یاد افغان کډوال په ترکیه کي د کډوالو لپاره د شرایطو تر سختیدو وروسته خپل هیواد ته راستانه سوي.

د کډالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت ویلي، راستانه سوي هغه کډوال دي چي اروپا ته د رسیدو په هدف ترکیې ته تللي وو.

جرات زیاته کړې، یوازي په روانه میاشت کي اتلس سوه افغان کډوال له ترکیې راستانه سوي چي دغه لړۍ ادامه لري.

هغه وايي، اوس مهال په ترکیه کي یولک افغان کډوال مېشت دي چي ۸۰ زره یې اروپا ته د رسیدو په هدف هلته تللي او پاته نور یې هلته له پنځو تر ۲۰ کلونو پورې قانوني اقامه لري.

هغه وايي، په ترکیه کي د افغانانو لپاره د اوسیدو شرایط مناسب نه دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...