په ننګرهار کي د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قومندان په ګډون ۳۰ غړي یې وژل سوي

میلاد حمیدي

د ننګرهار ملي امنيت رياست لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تيره شپه د دې ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ د زاويې په سيمه کي د طالبانو پر يو مهم پټن ځای عمليات ترسره کړي،

چي په ترڅ کي يې د طالبانو د سرې قطعې قومندان مخبيت په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل سوي او ۵ فعال ترهګريز مرکزونه پکښي له منځه وړل سوي دي.

په خبر پانه کي راغلي چي په يادو مرکزونو کي يو شمېر سپکي او درنې وسلي هم د يادو ځواکونو لاس ته ورغلي.

د يادولو وړ ده چي تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...