په قطر کي له طالبانو سره د سولي په تړاو د زلمي خلیلزاد دوهمه ناسته هم وسوه

طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي؛ ناسته کي د طالب بندیانو تبادله او د افغان سولي لپاره د یوه روښانه میکانیزم پر جوړولو خبري وسوې.

طالبان ادعا کوي، چي سولي ته چمتو دي، خو په دې شرط چي بهرني ځواکونه ووځي او نوی نظام رامنځته سي.

د سولي عالي شورا هم هیله ښودلي چي د امریکا او طالبانو ترمنځ دا ناسته به مثبتي پایلې ورکړي او طالبان به له افغان حکومت سره مذاکراتو ته چمتو سي.

د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کي د دوهمي ناستي خبر وروسته له هغي خپریږي چي طالبانو په مسکو کي هم د سولي په تړاو د دوهمي غونډي لپاره چمتووالی ښودلی و.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...