عطا محمد نور: ولسمشر دي د امنیت په اړه د درواغجنو راپورونو پر ځای پر حقایقو ځان خبر کړي

د جمعیت ګوند اجرایي مشر عطا محمد نور له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي، چي یو شمیر امنیتي او دفاعي چارواکي ولسمشر ته د امنیتي وضعیت په اړه د دروغو راپورونه ورکوي.

دده په خبره ولسمشر ته په کار ده، چي ددغه ډول راپورونو د اوریدلو پر ځای په هیواد کي د روان وضعیت پر حقایقو ځان خبر کړي او دلته دې د رواني خونړۍ جګړې به مخنیوي کي هڅه وکړي.

عطا محمد نور او د جمعیت ګوند نورو مهمو غړو له ولسمشر سره په لیدنه کي د سولي له هر ډول هڅو ملاتړ څرګند کړی دی.

دوی همدا راز ویلي چي د سولې عالي شورا دي نه لغوه کیږي ځکه د لویې جرګې د پرېکړي پر بنسټ جوړه سوې ده، خو د حکومت له لوري د سولي جوړېدونکې کمېټه دې د سولي عالي شورا له پلانونو او طرحو ګټه پورته کړي.

جمعیت ګوند ویلي چي د سولي ټولې خبري باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ ترسره سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...