د پوهني وزارت وايي، چي د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کي ۷۶ ښوونځۍ او تعلیمي مرکزونه بیرته پرانیستل سوي

د پوهنې وزارت د نشراتو ریٔس کبیر حقمل ویلي چي دا ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله له تیري یوې اوونۍ راهیسي بند سوي وو.

حقمل زیاته کړې چي د دې مرکزونو له پرانیستل کیدو سره د چپرهار ولسوالۍ شااوخوا ۳۶ زره انجونو او هلکانو ته یوځل بیا د زده کړو زمینه برابره سوه.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخي، اوس مهال په ټول هیواد کي یوولس سوه ښوونځۍ د تعلیمي ګواښونو له کبله بند دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...