کندهار کي د ۴۰۰ مېګاواټه لمریزي بریښنا سیسټم جوړیږي

کندهار ولایت کي به په ۵زره جریبه ځمکه کي د ۴۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا سیسټم جوړ سي.

د ماليې وزارت په مشرۍ او د يو شمېر نورو وزارتونو په همغږۍ ګډ پلاوي کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کي د دغه ولایت د والي له مرستیال عبدالحنان منیب سره په کتنه کې ویلي، دوی پلان لري چي په کندهار کي د ۴۰۰ میګا واټه لمریزي بریښنا سیسټم جوړ کړي.

کندهار ته تللي پلاوي د دغه سيسټم د جوړولو لپاره له ولايتي ادارې نه د ۵۰۰۰ جريبه ځمکې غوښتنه کړې.

یاد پلاوي ویلي دغه برېښنا به د کندهار ښار تر څنګ تر يو شمېر ولسواليو هم ورسېږي.

دوی ویلي چي د ځمکي تر مشخصیدو وروسته به ډېر ژر د دغه سيسټم د جوړولو چاري پیل کړي.

د ویلو ده چي کندهار هم د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چي د برېښنا ستونزه یې ډېری وخت خلک اعتراضونو ته اړباسي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...