مرکزي بانک وایي، چي د افغانیو ارزښت لوړولو په موخه دیرش میلیونه ډالر لیلاموي

 د یاد بانک لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د افغانستان بانک د روان کال د لړم مياشتې په ٢۶ نېټه د شنبې په ورځ ٣٠ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.

د سرچینې په خبره په شرايطو برابرو صرافانو او بانکونوته بلنه ورکول کیږي چې په دغو داوطلبيو کې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چي خپل حسابونه د ورځي تر پايه تصفيه کړي.

سرچینه وایي، هغه صرافان چي تر اوسه یې يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين لپاره په ليلامونو کي د ګډون په موخه نه دي تحويل کړي، کولاى سي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکي د خپل تضمين پيسي تحويلي او په راتلوونکو ليلامونو کي ګډون وکړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...