راپور: اجمل وصال
دغه لاره چي له څو کلونو راهیسي یې چارواکي د جوړېدو ژمني کوي خو اوس هم مسافرو ته په یوه وېرونکې او له کړاوه ډک سفر بدله سوې.
چارواکي یې یو ځل بیا د جوړېدو تر څنګ د امنیتي ستونزو د هواۍ ژمني تکراروي.
له کندهاره روزګان ته غځېدلي عمومي لاره طالبانو له تېرو دریو کلونو راهیسي د مسافرو او دولتي مسٔوولینو د تګ راتګ پر مخ تړلې.
حکومت اړ سوی، چي د ۳۰ کیلو مترو په اندازه یوه بله فرعي لاره جوړه کړي، خو د اساسي جوړولو په موخه یې کار د ناڅرګندو دلیلونو له امله تر هر ځل پېلېدو وروسته ډېر ژر درېدلی دی.
له روزګانه کندهار ته راتلونکي مسافر وايي، د لارې ډېره برخه خرابه، پېچلې او د ځنډ له امله يې ډېر کله ناروغان د سفر په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.
د لارې د خرابوالي تر څنګ له مسافرو سره د پولیسو ناسم چلند یوه بله ننګونه ده، چي سفر ته یې وېرونکې بڼه ورکړې ده.
د کندهار د ټولګټو اداره، د دې لارې د نه جوړېدو یو لامل په مرکز کي د تدارکاتي کارونو ځنډېدل یادوي.
د دې ادارې مشر یو ځل بیا د پخوانیو ژمنو په دوام وايي، تر دې مهاله يې ۱۶ کیلومتره سړک جوړ کړی او پاته کار به په دوو مياشتو کي تر سره کړي.
د چارواکو په خبره، ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت یوازي د دې لاري ترمیماتي چارو ته بسنه کوي.
په همدې حال کي د کندهار مرستیال والي او پوځي مسٔوولين وايي، دا ځل به د دې لاري د جوړېدلو او امنیت چاري په جدي بڼه څاري.
د کندهار – اروزګان لویه لاره، نه یوازي د خرابوالي له امله د مسافرو لپاره په یوه کړاو بدله سوې ده، بلکي د پولیسو له لوري له مسافرو سره ناوړه چلندونه هم هغه څه دي، چي ګڼ مسافر یې له ډیري سختې اړتیا پرته سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون