راپور: محمد یار مجروح
تیره ورځ دوهمه ورځ د هغه صندقونو د رایي پاڼو د دوهم ځل شمیرل دوام درلود چي په اړه يې رسمي شکایتونه ثبت سوي وو.
د ټاکنو کمېسیون په خبره په کندهار کي به د ۷۰۰ محلونو رايي له سره وشمیرل سي خو یو شمیر کسان وايي، د رايي شمیرلو پروسه چټکه نده.
د ټاکنو کمېسیون د هغو صندقونو چي په اړه یې شکایتونه ثبت سوي، د رای پاڼو د بیا شمیرلو دوهمه ورځ پداسي حال کي پيل کړه چي یوازي د ګوتو په شمار د نوماندانو ناظرین حاضر وو.
یو شمیر نوماندان شکایت کوي چي د ټاکنو کمېسیون د رایو بیا شمیرل په خپل سر او د دوی له شتون پرته پيل کړي دي.
پر همدې مهال دکندهار د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون وايي، دوی د هغو ادارو په حضور کي د رايي پاڼو بیا شمیرل پيل کړي چي د ټاکنو د څار دندي لري.
د کندهار د شکایاتو کمېسیون ویاند کریم الله ستانکزی وايي، د نوماندانو او ناظرینو د بې نظمۍ له امله دوهمه ورځ هم درايي پاڼو شمیرل ناوخته پيل سو.
دده په خبره کله چي فیفا، ټیفا، د ټاکنو او شکایاتو کمېسیون ادارې شتون ولري د رايي پاڼو شمیرل قانوني بڼه غوره کوي.
بلخوا د ټاکنو کمېسیون وايي، سبا به په کندهار کي د ۷۰۰ محلونو د رای پاڼو بیا شمیرل پيل کړي.
د کندهار د ټاکنو کمېسیون مرستیال هارون کلیوال وايي، د مرکزي ادارې له لوري ۱۰۱۳ محلونه په نښه سوي چي د ۷۰۰ محلونو رايي پاڼي به له سره وشمیري او د ۳۱۳ محلونو صندقونه به له سره وکتل سي.
په کندهار کي د ټاکنو د ترسره کېدو له ورځي راهیسي هره روځ نوماندان د ټاکنو کمېسیون پدې تورنوي چي په ټاکنو کي يې د یو شمیر نوماندانو په ګټه پراخه درغلي کړې خو د ټاکنو کمېسیون د نوماندانو یادي ادعاوي په وار وار ردکړي او زیاتوي چي د ټاکنو پروسه په نصبي شکل شفافه وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون