د مشرانو جرګي غړي وایي، چي د حکومت د بې کفایتۍ له امله د هیواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلي د خرابیدو پر لور روان دی

د مشرانو جرګي غړو د هيواد وروستیو امنیتي حالاتو ته په اشارې ویلي چي حکومت دي د وسله والو مخالفینو د ګواښونو مخنیوي په موخه جدي عملي ګامونه پورته کړي.

دوی وایي، په دې وروستیو کي طالبان په دې هڅه کي دي چي پر ولسوالیو خپل کنټرول پراخ کړي خو حکومت ورته هیڅ پاملرنه نه کوي.

سناتورانو حکومت په بې کفایتۍ تورن کړ او زیاته یې کړه چي که چیري وضعیت همدغسي دوام وکړي، ډېري نوري ولسوالۍ به هم د وسله والو مخالفینو لاسونو ته ولوېږي.

دا په داسي حال کي ده چي اوس مهال غزني، فراه، کندز او سرپل ولایتونه له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...