د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چي د ناوې ولسوالۍ په شورشورک سیمه کي د وسلهوالو پر ضد عملیات د سې شنبه په ورځ ناوخته پیل سول چي په ترڅ کي یې ګڼې سیمې له وسلهوالو نیول سوي او دا مهال افغان ځواکونه هلته د امنیتي پوسټو په جوړولو بوخت دي.
عمر ځواک زیاته کړه چي تراوسه دغه عملیات چي نېږدې لس کیلومتره پرمختګ يې کړی دی، له کوم جدي مقاومت سره نهدي مخ سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون