د نیمروز په چهاربُرجک ولسوالۍ کي پر کمال خان برېښنا بند د وسله والو طالبانو په برید کي د یاد بند ۱۲ ساتونکي وژل سوي دي.
یوې امنیتي سرچینې له قوله چي نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي، وسله والو طالبانو تیره شپه د کمال خان برېښنا بند پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي او یاد امنیتي سرتېري یې وژلي دي.
د سرچینې په خبره په دې پېښه کې یو طالب هم وژل سوی دی. ا
فغان حکومت او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون