د دې شورا مشر او پخواني طالب چارواکي سيد اکبر اغا دا څرګندوني د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار کي د ديني عالمانو او قومي مشرانو په يوه غونډه کي وکړې.
هغه په روسيه کي د افغان سولي په تړاو د جوړې سوي غونډي هرکلی او ملاتړ وکړ او ويې ويل چي دا ډول غونډي کولای سي د سولي خبرو ته دروازې خلاصه کړي.
نوموړي وويل، د داخلي او بهرنیو حکومتونو پر ځای د ولسونو هڅي د سولي په برخه کي اغیز لرونکي دي او ټينګار کوي چي له وسله والو طالبانو سره بايد د بنديانو د خلاصون او د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو د پرانيستلو په تړاو هم خبرې وشي.
سيد اکبر اغا وايي، له وسله والو طالبانو سره يې هم د افغان حکومت اړوند بندیانو د خلاصون، دبندیانو د تبادلې او د دوی تر واک لاندې سیمو کي د تړلو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو د خلاصون په اړه خبري کړي دي.
د يادولو ده چي د افغانستان د خلاصون لاري شورا شاوخوا څلور کاله وړاندي د پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په مشرۍ فعاليت پيل کړی او اوس مهال يې د هېواد په ګڼ شمیر ولايتونو کي دفترونه پرانيستي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون