د غزني د پوهني رياست چارواکي وايي، چي وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ښوونکي او د پوهني مديريت کارونکي بيرته را خوشي کړي

د غزني د پوهني رئيس محب الله انصار ويلي، وسله والو طالبانو تيره ورځ د ګيرو ولسوالۍ ښوونکي او د پوهني مديريت کارکوونکي بيرته را خوشي کړي دي.

هغه وايي چي شپږ تنه استادان اوس هم له طالبانو سره دي.

دغه راز د دې ولسوالۍ اوسيدونکي محمد امين هم یاده موضوع تایید کړې ده.

بل لورته بيا د طالبانو وياند ويلي چي طالبانو استادان نه دي برمته کړي.

د يادونې وړ ده چي درې ورځي وړاندي وسله والو طالبانو د ګيرو ولسوالۍ ١٢٥ ښوونکي او د پوهني مديريت کارکوونکي له ځانه سره بيولي وه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...