د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کي د پولیو پیښي ډیري سوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان بهرنیو رسنیو ته ویلي چي لا هم په افغانستان کي د پولیو نښي نښي نښان لیدل کېږي او داسي اټکل کیږي چي دغه پېښي به ډیري سي.

دغه سازمان وايي چي په دې وروستیو کي په کندهار او ځینو لرو پرتو سیمو کي د پولیو پېښي ثبت سوي دي.

سرچینه وايي د پولیو واکسینو د کمپاین په لار کي تر ټولو ستر خنډ نا امنۍ او وسله والي ډلي دي.

د عامي روغتیا وزارت هم ویلي چي دوی په هیواد کي د واکسینو د تطبیق لپاره هڅه کوي، خو د امنیت په برخه کي لا هم ستونزي لري.

د افغان چارواکو په وینا په هر ځل کمپاین کي ۱،۵ میلیونه ماشومان له واکسینو پاته کېږي، ځکه وسله والي ډلي د دوی همکارانو ته ستونزې جوړوي.

پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغي دمګړی یوازي په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کي پاته ده او د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي دغه ناروغۍ له منځه یوسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...