اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په ۷۳مه عمومي غونډه کي د خبرو پر مهال ویلي، چي د سیمي ځينې هیوادونو د خپلو موخو او اهدافو لپاره تل د افغانستان د نارامۍ لپاره کار کړی دی.
دده په خبره د افغانستان جغرافیايي موقعیت ددې سبب سوی، چي هر څوک د خپلو حریفانو د ځپلو او یا هم په سیمه کي د خپلو ځينو موخو د عملي کولو لپاره له هغې استفاده کوي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چي افغانستان له روان حالت د وتلو لپاره ډېري هڅي کړي دي او په دې برخه کي د ملګرو ملتونو ملاتړ غواړي.
د عبدالله عبدالله په وینا له پاکستان یې هم په ځلونو غوښتي چي د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او له افغان حکومت سره همکاري وکړي، چي د ترهګرو امن مرکزونه له منځه لاړ سي.
اجرایه ریٔس همدا راز د سیمي پر هېوادونو غږ وکړ، چي په سیمه کي د ستونزو د حل لپاره دي له افغانستان سره یو لاس سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون