راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د پاکو اوبو رسولو مسٔوولین وايي، په دغه ښار کي د پاکو اوبو غوښتونکي ورځ تر بلي د زیاتېدو په حال کي دي او دوی دا مهال د ښار په پنځلس ناحیو کي شاوخوا ۶۵۰۰ کورنیو ته د نل له لاري پاکي اوبه رسوي.
د کندهار ښار د لويي والې سیمي اوسېدونکي وايي، د چښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.
د کندهار د پاکو اوبو رسولو ریاست رئیس محمدنادر کاکړ وايي، که خلګ وغواړي یاد ریاست به تر اتیا زره کورنیو پوري پاکي اوبه ورسوي.
دده په خبره په کندهار ښار کي ۱۲ فعاله شبکې لري او هڅه يې دا ده تر څو نورو سیمو ته هم د پاکو اوبو نل لیکي وغځوي.
ښاغلی کاکړ زیاتوي چي، په غیر قانوني ډول د برمووهل یو بل هغه لامل دي چي د اوبو په سرچینو کي يې کموالی راوستلی دی.
دی همدا راز وايي، د کندهار ښار په یو شمېر سیمو کي به د اوبو شبکې هم فعاله کړي.
د پاکو اوبو رسولو مسوولین همدا راز وايي، په کندهار ښار کي يې د کانالیزیاسیون ابتدايي کارونه پیل کړي دي، خو زیاتوي چي د د پالیسۍ له مخي به په ۱۳۹۹ کال کي د افغانستان په یو شمیر لویو ښارونو کي د کانالیزیاسیون سسټم عملي چاري پيل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون