راپور: محمد یار مجروح
د طبعي پيښو سره د مبارزې ریاست رئيس معسود پښتون د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیوته وویل چي په کندهار کي به د ډپلیو پي په مرسته درې لويي پروژې پيل کړي.
دده په خبره ددې پروژو له لاري به د دریو میاشتو په جریان کي پر شاوخوا شل زره بې ځایه سوو کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدي مرستي وسي.
د طبي پيښو سره دمبارزې رئیس همدا راز وايي، د هند د مرسته سوو غنمو څخه يې درې زره ټنه کندهار ولایت ته منظور سوي دي.
دی وايي، د یادو غنمو تر څنګ درې زره فارسله وریجي او د اووه سوه کورنیو لپاره خوراکي توکي لرٍي چي د وېش لړۍ يې روانه ده.
د طبعي پیښو سره د مبارزې مسوولین زیاتوي چي په کندهار کي د ډنډ ولسوالۍ ته غځېدلی زابر به هم سنګ کاري کړي.
دوی وايي، په کندهار کي د ژمي پر مهال دوه زره کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري چي دوی سر له اوسه ورته لاس په کار سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون