د نیال اکاډمۍ له وړکتون څخه په شپږمه دوره کي ۱۸ تنه کوچنیان فارغ سوه

دغه په سپین او شین رنګ لباس کي زده کوونکي د نیال اکاډمۍ د وړکتون د شپږمي دورې فارغین دي چي له دې وروسته به ښوونځی پيلوي.

دوی ته د یوه کال په موده کي بېلابیلي زده کړي ورکول سوي تر څو د ښوونځۍ لومړۍ ټولګي ته د ښه زده کړو په موخه اماده سي.

د نیال اکاډمۍ مسوول نثار احمد ازاد په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي وویل، هدف یې د ماشومان ښه روزنه ده تر څو د ښوونځي او پوهنتون زده کړي هم په ښه ډول ترسره کړي.

په دغه غونډه کي د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون هم د وړکتون دوره ډيره مهمه او ګټوره وبلل.

هغه وویل، له وړکتون څخه فارغ سوي کوچنیان د ښوونځي لپاره ښه اماده ګي لري او کولای سي په ښه توګه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

هغه پر ټولو والدینو ږغ وکړ چي د پوهني په برخه کي دي لا ډيره همکاري وکړي او خپل اولادونه دي همېشه زده کړو ته وهڅوي.

د نیال اکاډمۍ دا شپږمه دوره ده چي له وړکتون څخه کوچنیان فارغه کوي.

په تیرو دورو کي ټول ۱۷۶ تنه کوچنیان له یاد وړکتون څخه فارغ سوي دي چي اوس مهال یې د ښوونځي دوره روانه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...