په کندهار کي د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفتر له څو ورځو بندیدو ورسته بیرته پرانېستل سو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر مسوولین وايي، د دغه دفتر مخي ته درول سوې خېمه هم تیره ورځ د دوشنبې په ورځ لیري کړل سوې او کارکوونکي به خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د دغه دفتر رئيس خلکو ته ډاډ ورکوي چې ټاکني به په شفاف ډول تر سره کیږي او د هر ډول درغلیو مخه به ونیول سي.

اعتراض کوونکي هم وايي، چې ځیني غوښتني يې منل سوي ځکه یې خېمې ټولي کړي دي.

د کندهار تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو کي انتخاباتي کمېسیونونه د افغانستان د لوی ملي ائتلاف پلویانو تړلي وه چي د کندهار دفتر تیره ورځ پرانستل سو.

دا ائتلاف حکومت تورنوي چي په انتخاباتو کي لاس‎وهنه کوي او دا تور هم پوري کوي چي اوسنی کمېسیون د انتخاباتو د ترسره کولو وړتیا نه ‎لري.

په کندهار کي د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس نعمت الله وردګ وايي، چي ټاکني به په خپل وخت ترسره سي او د دغه دفتر مخي ته خېمې هم د اعتراض کوونکو په خوښه لیري سوي دي.

اعتراض کوونکي وایي، د دوی غوښتني منل سوي او د ټاکنو کمیسیون ژمنه کړې چي په ټاکنو کي به بایومیټریک سیسټم کاروي.

دوی وایي، که چیري یې بیا هم غوښتني ونه منل سي او کمیسیون خپلي ژمني عملي نه کړي دوی به یو ځل بیا په اعتراضونو لاس پوري کړي.

ټاکل سوې ده چي د میزان په اته ویشتمه د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات وسي او د کاندیدانو کمپاین به هم د میزان له شپږمي څخه پیل او تر شپږویشتمې دوام وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...