دغه ودانۍ اته خوني لري چي د زراعت ریاست د چارواکو په وینا د شاوخوا ۶میلیونه افغانیو غیري مشروطه بودېجې په لګښت به د دوومیاشتو په جریان کې بشپړه او ګټې اخیستني ته وسپارل سي.
د کرني رئیس انجینر احمدشاه خیري وايي، دا چي هلمند د هیواد په سطحه د زراعت او مالدارۍ له برخي نورو ولایتونو په پرتله غني او ډیری وګړي يې د زراعت او مالدارۍ په برخه کي کار کوي نو له همدې امله د مالدارۍ او حیواني کلینیک لپاره ډیره اړتیا موجوده وه.
د هلمند د سکتوري او تخنیکي چارو رئیس جان ګل خان وویل پر دې کار روان دی ترڅو نور بودیجه ولایتي بڼه غوره کړي چي د پروژو د پلي کولو لپاره به ستونزي راکمي سي.
دي وايي، هر کال مرکزي اداره ولایتونو ته غیر مشروطه بودیجه ورکوي تر څو په راتلوونکي کي ولایتونه خپله بودیجه ولري او مصرف يې په ولایتي کچه ترسره کړي.
د ویلو ده تر دې وړاندي هم د بولان په تحقیقاتي مرکز کي د کرنیزو بوټو د څیړني لابراتوار هم جوړ سوي و.
د کرني ریاست چارواکي وايي شپیته سلنه يې کرنیزي اړتیاوي بشپړي سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون