راپور: محمد یار مجروح
د کندهار پوهنتون د سږ کال دفارغینو لمړنۍ غونډه چي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پکښي په لمړي ځل ۱۲۳ تنه محصلین فاریغوي.
د کندهار پوهنتون مرستیال انجینر شیرشا رشاد وايي، دا مهال يې شاوخوا ۱۱۰ استادان بهرنیو هیوادونو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړو ته لیږلي دي او پلان لري په یاد پوهنتون کي د ماسټرۍ پروګرام هم راپيل کړي.
دده په خبره محصلینو ته يې د نظري زده کړوتر څنګ د عملي کار زمینه هم برابره کړېده.
بلخوا دکندهار پوهنتون د محصلاتو چارو مرستیال فیض الله قاضي زاده دیاد پروګرام پر مهال وویل چي سږ کال د کندهار پوهنتون له ۱۱ پوهنځيو څخه د ۴۴ نجونو په ګډون ۱۶۸۰ کسان فارغه سوي دي.
دده په خبره محصلینو ته يې پر وخت د اسنادو ورکولو اسانتیاوي هم رامنځ ته کړي دي.
د کندهار پوهنتون مسوولین وايي، دولت دي فارغه سوو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
باید وویل سي چي کندهار پوهنتون سږ کال د دوهم ځل لپاره د افغانستان په کچه د تظمین کیفیت په برخه کي د پنځو کلونو لپاره غوره عملي اعتبار خپل کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون