پاکستانۍ ورځپاڼي ډیلي ټایمز لیکلي افغان طالبانو یو شمیر پاکستانيو دیني ملایانو ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چي د افغانستان او پاکستان راتلونکې ګډه غونډه کي برخه وانخلي.
ورځپاڼه لیکي د طالبانو په دې لیک کي ویل سوي که امریکایان په افغانستان کي پاته سي نو پاکستان، هند، منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ته به ستونزي زیاتي کړي.
د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو ګډه غونډه د افغان حکومت یوه بنسټیزه غوښتنه ده چي ویل کیږي کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر پرمهال پرې هوکړه سوې ده او په پام کي ده چي اسلام اباد به یې کوربه وي.
د غونډې دقیقه نېټه لا نه ده روښانه سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون