د سولي شورا د دارالانشاء ریٔس ډاکټر اکرم خپلواک دغه څرګندوني د سولي د نړيوالي ورځي په مناسبت په خپل يو پيغام کي کړي.
خپلواک ويلي، ټول بايد د سولي لپاره رښتيني هلي ځلي وکړي، څو په هېواد کي ٤٠ کلنه جګړه پاى ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړه، په روان زېږديز کال کي دسولي عالي شورا ډېري لاسته راوړني درلودي او د سولي په برخه کي يې ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته کړې ده.
د هغه په وينا، دې اجماع په افغانستان کي د جګړې قانوني مشروعيت له سوال سره مخ کړى دى.
خپلواک وايي، د سولي په اړه د افغانستان او د نړۍ د علماوو غږ له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون