کونړ: ۱۸ داعش وسله وال وژل سوي دي

د کونړ امنيتي چارواکي وايي، چي په څوکۍ ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ١٨ داعش وسله وال وژل سوي خو د سيمي اوسيدونکي بيا وايي چي وژل سوي کسان ملکي وګړي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وويل، چي د بهرنيو ځواکونو بې پېلوټه الوتکي د څوکۍ ولسوالۍ په موربانډې سيمه کي پر داعش وسله والو بريد کړى دى. هغه وايي، چي په دې بريد کي ١٨ داعش وسله وال وژل سوي او يو بل يې ټپي دى. ده وويل، چي په وژل سوو کي د داعش ډلي څلور ډلمشران هم شامل دي.

خو د سيمي اوسيدونکي بيا وايي، چي په دې بريد کي وژل سوي کسان، عام وګړي دي. دوی وايي، وژل سوي کسان واده ته راون وه، چي هوايي بمبار ورباندي وسو او ټول ووژل سوه. د يادوني وړ ده، چي په دې وروستيو کي د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي کچه لوړه سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...