کندهار پوهنتون د کتاب نړیواله ورځ ولمانځل

راپور: سید حمید هاشمي

د پوهنتون ښوونکي وايي، په کندهار کي د مطالعي لپاره زمینه برابره سوې او ځوانان باید له دغه فرصت څخه ښه استفاده وکړي.

اوس مهال یوازي د کندهار پوهنتون په کتابتون کي تر اته زره زیات کتابونه موجود دي.

د کندهار پوهنتون علمي مرستیال شیرشا رشاد د کتاب د نړیوالي ورځي په لمانځغونډه کي وویل، چي په کندهار کي اوس هم د ځوانانو علمي پوهه کمه ده چي لامل يې کمه مطالعه ده.

هغه وویل، دوی یوازي د کندهار پوهنتون په کتابتون کي تر اته زره زیات کتابونه لري چي باید ځوانان په خاص ډول محصلین ورڅخه ښه استفاده وکړي.

پر همدي مهال په یاد پوهنتون کي د باچا خان څیړنیز مرکز لخوا د محصلینو لپاره د کتابونو یو ننداتون هم جوړ سوی وو.

د ننداتون جوړونکي وايي، ددې کار څخه يې هدف ځوانان مطالعي ته تشویقول او د مطالعي په ارزښت پوهول دي.

دوی وايي، که څه هم په وروستیو کي انټرنیټي مطالعې ته لاس رسی زیات سوی ولي کتاب د معلوماتو ټولولو تر ټولو مهمه وسیله ده.

د معلوماتو له مخي په کندهار کي دا مهال ۱۴۵ بیلا بیل کتابتونونه فعاله دي.

که څه هم له یوې خوا په هیواد کي انټیرنیتي خدمات زیات سوي او ډيری کسانو ورته لاس رسی پیدا کړي خو له بلي خوا په خلکو کي د کتاب د مطالعي فرهنګ هم کم سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...