په بادغیس کي د نوم لیکني پر یوه مرکز د برید په پایله کي د ملي اردو ۹ سرتیري وژل سوي

د بادغیس امنیتي چارواکي وایي، چي ښار ته نږدې پر یوه پوسته د طالبانو د ډله ییز برید په نتیجه کي د ملي اردو نهه ساتونکي وژل سوي دي.

د بادغېس د امنیت آمر غلام سروري حیدري رسنیو ته ویلي چي، دغه پوسته اوه کیلومتره له ښار ليري او د اب کمرې ولسوالۍ مربوط سیمه کيجوړه سوې وه او تازه پکښي د ملې اردو ۳۰ عسکر ځای په ځای سوي وه.

د نوموړي په خبره، دا پوسته د هغه مرکز د امنیت لپاره جوړه سوې، چي خلک ټاکنو ته د نوم لیکني لپاره ورځي.

د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر د وري په ۲۵ پیل سوی، خو له هغه راهیسې په دا ډول څو مرکزونو بریدونه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...