کندهار ولايتي شورا:د (فرقې) د اوسېدونکو او دولت ترمنځ به منځګريتوب وکړي

خبريال: سيد حميد هاشمي

د ولايتي شورا مسؤلين وايي، د زاړه قول اردو سيمي د اوسيدونکو او دولت ترمنځ به منځګريتوب وکړي.

د کندهار ښاروالي غواړي، چي د زاړه قول اردو سيمه ونړوي او پر ځای يې ملي پارک او جاده ورغوي، خو ددغي سيمي اوسېدونکي بيا وايي، د سرپناه ځای نه لري او له اړوند چارواکو غواړي، چي د اوسېدولو لپاره دي دوی ته د عوضي ځای غم وخوري.

د ولايتي شورا په پرونی غونډه کي د خلکو د زياتو عريضو ترڅنګ د کندهار د زاړه قول اردو اوسېدونکو يو ځل بيا ولايتي شورا ته شکايت وکړ، چي ښاروالي دي دوی ته د سرپناه لپاره د عوضي ځای غم وخوري. په کندهار کي زوړ قول اردو يا (فرقه) هغه سيمه ده، چي له ډېره وخته په دغه سيمه کي د دولت مامورين اوسيږي.

کندهار ښاروالي غواړي، چي په دغه سيمه کي ملي پارک جوړ کړي اوجاده يې هم ورغوي، خو د يادي سيمي اوسېدونکي بيا وايي، چي د سرپناه ځای نه لري او دولت بايد دوی ته يو داسي سيمه مشخصه کړي، چي دوی پکښي هستوګنه وکړي. په دې اړه دکندهار د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکريزوال وايي، دوی به د خلکو او دولت ترمنځ منځګړيتوب وکړي او يوه حل لاره به ورته جوړه کړي.

همدا راز يو شمېر محصلينو هم ولايتي شورا ته شکايت وکړ، چي شخصي پوهنتونو د پوهنتون په شروع کي ورسره د تخفيف ژمنه کړې وه، خو وايي، اوس له دوی سره همکاري نه کوي. دوی ولايتي شورا ته وويل، چي د پوره فيس ورکولو وس نه لري او که يې ورنه کړي، لوړي زده کړي يې پر نيمايي پاتيږي.

ولايتي شورا وايي، د شخصي پوهنتونونو مسوولين به شورا ته راوغواړي او د محصلينو ستونزي به ورسره شريکي کړي. بل خوا د کندهار ولايتي شورا مسؤلين وايي، په دې وروستيو کي په ځينو سيمو کي د ښځو ولور هم لوړ سوی دی، چي دوی به په دې اړه خپل اقدامات وکړي او ولور ته به يو شرعي لاره وسنجوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...