د کندهار د ملي امنيت ځواکونو هغه درې تنه نيولي دي، چي د افغان حکومت پر ضد يې وسله وال فعاليتونه ترسره کول.
دغه کسانو هم پر دې اعتراف کړی دی، چي په ترهګريزو بريدونو او فعاليتونو کي يې لاس درلود او د افغان حکومت پر ضد يې په وسله والو بريدونو کي برخه اخيستې ده.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرباڼه کي ويل سوي دي، چي دغه کسان د ملي امنيت ځواکونو په خاصو عملياتو کي نيول سوي دي.
خبرپاڼه وايي، چي په نيول سوو کسانو کي يو تن د کندهار ښار د دريمي ناحيې يو تن د پنجوايي او بل تن د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چي په ښار او ولسواليو کي يې دولتي مامورين، قومي مشران او امنيتي ځواکونه تر بريدونو لاندي راوستل.
يادو کسانو هم پر خپلو کړنو اعتراف کړی دی او وايي، چي د وسله والو طالبانو په ليکو کي يې فعاليت ترسره کاوه او چريکي بريدونه يې هم کول. دغه کسان پر داسي مهال نيول سوي دي، چي له تيري څه مودې راهيسي په کندهار کي چريکي بريدونه نه دي ترسره سوي او کم سوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.