کندهار ته د ایران او پاکستان څخه قاچاقي غوښي راوړل کېږي

رپوټ: مهتمم صالح

کندهار د ماهيانو او چرګانو د غوښو له پلوه د هیواد په سطحه اباد دئ، چي غوښي يې د کندهار تر څنګ نورو ولايتونو هم وړل کېږي، خو په دې وروستيو کي د چرګانو فارم لرونکي شکايت کوي، چي کندهار ته د ايران او پاکستان څخه په قاچاقي ډول د چرګ غوښي راوړل کيږي، چي د دوی د چرګانو ارزښت يې کم کړی دئ.

دوی په يوه اعتراضيه غونډه کي وويل، هغه غوښي دلته په ارزانه بيه خرڅېږي، چي په هغه اندازه دوی په خپلو چرګانو مصرف کوي، چي له امله  ئې ډېر فارم لرونکي مجبوره سوي دي، چي فارمونه وتړي.

دوی وايي، هغه غوښي چي په غير قانوني شکل راوړل کېږي او د روغتيايي پلوه هم مناسبي نه دي.

خو په کندهار کي د زراعتي خوني مسئولين وايي، دوی تر خپله وسه د کرهڼي ریاست، ګمرک او ولايت مقام سره دغه موضوع شريکه کړې ده او هغوی يې د حل ډاډ ورکړی دئ.

د دغه خوني رئیس محمد اعظم اسلمي وايي، له هغه وروسته چي دوی د ولايت مقام سره موضوع شریکه کړې ده، دغه مسئله تر يو حده حل سوې ده، خو اوس بیا ویل کیږي، چي کندهار ته په قاچاقي ډول دغه غوښي راوړل کېږي.

اسلمي په دغه برخه کي د کندهار ګمرک رياست په فساد تورنوي او تر څنګ يې وايي، چي امنيې قومنداني هم د دغه غوښو په مخنيوي کي لکه څنګه چي لازمه ده، کار نه دئ کړی.

ډېر وخت د کندهار ښار اوسېدونکي ادعا کوي، چي هر کله چي له پاکستان څخه راوړنکي غوښي بندي سي، دلته په کندهار کي ورسره د غوښو بيي لوړي سي، خو فارم لرونکي وايي، کندهار د غوښو له پلوه خود کفاء دئ او که هغه غوښي بندي سي، دلته پر بيو تاثير نه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...