خبريال: نور ګل (اندړوال)
په کندزکي روان چاڼيز عمليات دامام صاحب او ګل تپې ولسواليو ته وغځېدل.
د پوځ چارواکي وايي، چي د شپنيو عملياتو پرمهال يې ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی يوه اندازه وسلې، وسايط او مهم مرچلونه يې له منځه وړي دي. هاخوا طالب وياند بيا مقابل لوري ته د شپږو سرتيرو د وژل کېدو ادعا کوي او خپل لوري ته مرګ ژوبله ردوي.
کندز د هيواد په شمال ختيځ زون کي پروت ناامنه او د جګړيزو پيښو له اړخه د هر خبر سرليک ولايت بلل کيږي. څه موده کيږي، چي ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کي د پوځ چاڼيز او طالب ځپونکي عمليات دوام لري، د پامير شلمه فرقه او د کندز آمنيه قومنداني وايي، چي د کمانډو او هوايي ځواک په مرسته يې د طالب جنګياليو مهم پټنځايونه له منځه وړي او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
د کمانډو ځواکونه چي په کندز کي ډېری عمليات د شپې لخوا ترسره کوي او په زياتو سيمو کي د طالب جنګياليو د له منځه وړلو هڅي کوي، وايي، چي هغوی يې د کندز په ګل تپې او امام ولسواليو کي تېښتي ته اړ کړي دي.
د کندز اوسېدونکي د پوځ د چاڼيزو عملياتو څخه خوښ دي، خو له حکومته ګيله من په دې دي، چي ډېر ځله ددوی سيمې په درنو تلفاتو د طالب جنګياليو څخه نيسي او د ساتلو لپاره يې آمنيتي پوستې نه جوړوي، ځکه خو طالبان د هغو سيمو پر بيرته نيولو برلاسي کيږي.
کندزيان وايي، که حکومت ددوی د سيمو د ساتلو او د طالبانو د شړلو قوي اراده پيداکړي، دوی يې په هره برخه کي همکاره دي. د کندزيانو ټينګار دلته پر دې دی، چي حکومت دي د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.
Tagged with: افغان پوځيان افغانستان پوځي عمليات طالبان کندز