ليکوال: شمس الدين شمس
په افغاني ټولنه کې د ښځو انځور په سم ډول نه دې کښل شوې دلته خلک ښځه يا د کور کڼي او يا د ګور له دې خبرې څخه يې موخه دا وي چې ښځه که ژوندۍ وي نو د کور ده او کله چې مړه شوه نو بيا خو هسې هم د ګور ده . په افغاني ټولنه کې ښځه د غيرت ښکار شوې ده دلته چې هر څوک له ښځو سره بد سلوک کوي هغوې غيرتيان بلل کي او هغه څوک چې له ښځو سره دانسان په څير سلوک کوي او د ښځو حقونو ته پاملرنه کوي هغوی بيا بې غيرته ګڼل کيږي. په افغاني ټولنه کې ښځه د پيغورونو او تعنو له امله له ګڼ شمير ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان ده.
ښځه که له هر څومره مشکلاتو سره مخ شي خو بس په زړه يې تيروي او زغمې يې خو که نارينوو ته د ټولنې وګړي پيغور ورکړي چې فلانکی د ښځې ګټې ته ناست دې دا خبره نو ددې ټولنې په نارينوو ډيره ګرانه پريوځي او نور نو بيا نشې زغملاې چې ښځه يې کار وکړي او د خلکو د خبرو غچ بيا له خپلې ښځې او ځان څخه اخلي ښځه له کاره منع کوي او ځان له يوشمير مشکلاتو او جنجالونو سره په ټکر کې اچوي، خو ته دې وويل شي ژوند ستاسې دی نو که نورور ته مو په کې د لاس وهنې زمينه برابره کړه نو د ژوند يوه ګړۍ به مو هم په خوښۍ تيره نه کړئ، هغه ټولنې چې له دې ستونزو خلاصې دي او هر څوک له خپل کار سره کار لري هغوې ټول له دې پيغورونو او مشکلاتو تير شوي دي.
که موږ هم دا پيغورونه او تعنې وزغمو نو د وخت په تيريدو به يوه سالمه او له وحشت څخه پاکه ټولنه ولرو، ځکه کومه کورنۍ چې ګډ کار کوي او هر څوک خپل کارونه او مسؤليتونه په خپله سرته رسوي هيڅ څوک نه په چا بوج جوړيږي او نه چاته محتاجه کيږي نو که موږ په خپله ټولنه کې يوه داسې کورنې ولرو چې د شخصيت قرباني ورکړي نو د وخت په تيريدو او په ټولنه هوسا ژوند په درلودو سره نورې کورنۍ هم دې نه مجبوره کيږي چې د دوی له تجربو ګټه واخلي او په ځان يې عملي کړي چې ددې چارې په ترسره به مو ټولنه له شته ننګونو ژغورلې وي. داسې نه ده چې ښځه يو جلا مخلوق دې ښځه بايد د ځان په څير يو موجود وګڼو هر څه چې موږ يې د ځان لپاره مناسب ګڼو نو د ښځو لپاره يې هم مناسب وګڼو.
که تاسې (نارينه) مناسبه ګڼئ چې زده کړه وکړئ او له زده کړې وروسته دې ښه دنده ولرئ او بيا دې ښه ژوند ولرئ نو ښځه هم اړتيا لري چې زده کړه وکړي،ښه دنده ولري او په ټوله کې ښه ژوند ولري . خپلې ټولې غوښتنې او اړتياوې د ښځو له غوښتنو او اړتياوو سره يو شان وګڼئ ځکه دا چاره لازمي ده. ځکه په حقيقت کې تاسې ټول د ښځو د روزنې او پالنې ثمره ياست که ښځه زدکړې ونه لري نو تاسې د زده کړې په اهميت نشي پوهولای او لمړنۍ اړتيا مو په کوچنيوالي او ځوانۍ کې له لاسه ورکوئ بيا نو چې تاسې زده کړه نه وي کړې نو دنده هم نشئ موندلاې او چې له دې دواړو حياتي اړتياوو بې برخې شوئ نو د ښه ژوند هيلې هم له لاسه ورکوئ او ټول ژوند به د مايوسئ او ناهيلئ په لومه کېبند پاتې شی. په پای کې ددې ټولنې دنارينوو په ذهنونو کې دا خبره عامول پکار دې چې د هر کمياب سړي تر شا د يوې کميابې ښځې لاس وي.
د يوه هوسا او په ځان بسيا ټولنې په هيله
Tagged with: افغاني ټولنه ټولنه ښخه