پیښور ته د افغانانو پر تګ راتګ بندیز لګول سوی

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا حکومت د دې ولایت مرکز پېښور ښار ته د کرښي د دې غاړي افغانانو پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخي، د پېښور امنیه قوماندانۍ د محرم میاشتي په لومړۍ لسیزه کي پېښور ښار ته د افغانانو پرتګ راتګ بندیز لګولی.
راپورونه زیاتوي، چي د محرم میاشتي په لومړۍ لسیزه کي د نظم د ساتلو لپاره او د هر ډول تاوتریخوالو د مخنیوي په موخه یې ځانګړی پلان ترتیب کړی، چي له مخي یې د نورو اقداماتو تر څنګ پېښور ته د افغانانو پر تګ هم بندیز لګول سوی دی.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...