راپور: اجمل وصال
وسله والو طالبانو تیره شپه د روزګان ـ کندهار د لویي لاري ګردي نیګاو سیمه کي پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي چي سملاسي سیمي ته د بهرنیو ځواکونو د هوایي ملاتړ په رسیدو سره یادي ډلي ته درنې مرګ ژوبلي اوښتو ترڅنګ اته جسدونه هم په سیمه کي پاته سوي.
د روزګان امنیتي مسوولین وایي، تر ۴۰ زیات طالبان تیره شپه وژل سوي او لسګونه نور ټپیان دې.
د روزګان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري او د امنیې قومنداني اړوند د لویي لاري د ساتني د کنډک قومندان غلام دستګیر الماس وایي، طالبانو غوښتل چي دغه امنیتې پوستي سقوط او د لاري ډیره برخه تر خپل کنترول لاندي راولي خو بریالي نه سوه.
په دغه سیمه کي د امنیتي پوستو پولیس سرتیري بیا وایي، تیره شپه وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه ترسره کړه، خو په وینایې سیمي ته د هوایې ملاتړ په رسیدو سره هغوی ته درنه مرګ ژوبله واوښتل او لسګونه جنګیالي یې مړه او ټپیان سوه.
بلخوا بیا د روزګان ځایې اوسیدونکي پر امنیتي ځواکونو دیادي لویي لاري د ساتني ږغ کوي.
دوی وایي، د تیرو څو میاشتو راهیسي دغه لویه لاره نا امنه سوې او مسافر له موټرو کښته کیږي.
وسله والو طالبانو یوځل بیا خپل ډله ییز بریدونه زیات کړي، خو امنیتي مسوولین وایي، طالبان به بیا هیڅکله سیمي نا امنه نه کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون