راپور: عبیدالله سروضوال
د پکتیکا ولایت د مدني ټولنو غړو او ولایتي شورا د افغان امنیتي ځواکونو او په ځانګړي ډول ملي امینت کړني وستایلي او له هغوی څخه يې مننه وکړه چې په دي ولایت کي یې د امنیت په تامین کي ښه روال لوبولی دی.
د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ستایني په ویاړ دغه مراسیم د پکتیکا ولایت په ملي امنیت ریاست کي جوړه سوي وه، چي د دي ولایت مدني فعالانو، دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پکښي برخه اخیستي وه.
د پکتیکا ولایت د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشید امان کټوازي په دي اړه وویل، چي د امنیتي ځواکونو کړني ځکه ستايې او د هغوی غاړو ته په ګلونو جوړ سوي هارونه ور اچوي چي د پکتیکاوالو امینت یې تامین کړی او د ناامنۍ د بدو پیښو د بیا تکرار مخه یې نیولې ده.
د پکتیکا د ولایتي شورا ریٔس وکیل بختیار ګل همت وویل، چي پکتیکا یو له هغو سرحدي ولایتونو څخه دی چي له ګاونډي هیواد پاکستان سره زیاته ګډه پوله لري او د دولت ضد وسلوالو ډلو فعالیتونه هم پکښي زیات دي.
خو افغان امنیتي ځواکونه د دي ولایت له ولسونو په پوره میړانه ساتنه کوي او مخالفینو ته اجازه نه ورکوي په سیمه کې ورانکاره فعالیتونه تر سره کړي.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د افغان امنیتي ځواکونو کړني زیاتي بولي او وايي، چي د دي هیواد او ولس له ناموس ساتني او ملي ارزښتونو په میړانه دفاع کوي، خپل ځانونه یې د وطن او ولس په مخکي سپر کړي او ولس ته یې باامنه او هوسا چاپیریال برابر کړی دی.
د پکتیکا ولایت د ملي امنیت مرستیال ډګروال حاجي شریف د دي ولایت له دولتي چارواکو، مدني فعالانو او ولس مننه وکړه چي د دوی په ویاړ غونډه جوړوي او له امنیتي ځواکونو سره خپله مینه ښيي.
نوموړی وايي، د پکتیکا ملي امنیت د یاد ولایت له ولسونو د سر په بیه ساتنه کړي او کوي به یې.
یاده دي وي چي له دي وړاندي هم د پکتیکا د ولسونو او بي لابیلو دولتي او ملکي ادارو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو په ویاړ غونډي جوړي سوي دي چي د هغوی کړني یې ستایلي او د ځواکونو د فوځي روحیې د لا پیاوړي کولو په موخه یې د هغوی غاړو ته هارونه اچولي دي او ملاتړ یې ترې کړی دی.