دوکتور اظهار الحق عزيز
د الله جل جلا له د پټ عذاب څخه ځان وساته ، ځکه هغه د ښکاره عذاب څخه ډير بدتر دی.
يو شاګرد خپل استاذ ته وويل: مونږ د الله ﷻ څومره ډېره نافرماني کوو خو هغه مونږ ته عذاب نه راکوي.
استاذ يې ورته وويل: الله ﷻ څومره ډېر عذاب درکړی خو ته پرې نه پوهيږې!
آيا دلمانځه او مناجات خوند يې درڅخه ندی اخيستی!!
آيا زړه يې درته ندی سخت کړی؟ ددې نه غټ عذاب او مصيبت چيرته دی!!
تر ټولو غټ عذاب چې تاته يې درکړی هغه دا چې دخير د کارونو کولو توفيق يې در څخه اخيستی.
ورځې، هفتې او مياشتې درباندې تيريږي او ته دقرآن تلاوت نه کوې، آيا دا عذاب ندی؟
احتمال لري د الله پاک دا قول به دې هم اوريدلی وي چې فرمايې:
﴿لَو أَنزَلنا هذَا القُرآنَ عَلى جَبَلٍ لَرَأَيتَهُ خاشِعًا مُتَصَدِّعًا مِن خَشيَةِ اللَّهِ…﴾ [الحشر: ٢١]
كه (بالفرض) مونږ دا قرآن کريم په غره باندې نازل کړی وی (او پوهه مو ورکړی وی) نو ضرور به (غر) الله عزوجل ته عاجزي کړې
وه او د الله له ویرې به دې هغه ټوټه ټوټه ليدلی وی.
ته چې کله قرآن اورې خو بیا هم درباندې هيڅ تاثير نه کوي، او داسې ښکاري لکه تا چې هيڅ نه وي اوریدلی، آيا دا عذاب ندی؟
ورځې، هفتې او مياشتې درباندې تيرې شي خو يوه شپه د تهجدو لمانځه ته نه يې راپاڅيدلی.
د برکتونو او دخير وختونه درباندې راشي، رمضان مياشت، شپږ دشوال روژې، دذو الحجې دمياشتې روژې… خو څنګه چې لازمه
وي هغسې عمل پکې نکوې. د دې نه به بل غټ عذاب چېرته وي؟!
آيا عبادات او طاعات درباندې درانده نه تماميږي؟
آيا ژبه يې در نه په خپل ذکر ويلو نده نيولې؟!
آيا دخواهشاتو او شهواتو په مقابل کې دکمزورۍ احساس نه کوې؟
آيا دمال او دقدرت او دشهرت مينه دې په زړه کې نده ننوتې؟ ددې نه به غټ عذاب څه شی وي؟!
آيا غيبت کول، چوغلي کول او دروغ ويل يې درته ندې اسانه کړي؟
آيا دنورو په کارونو کې یې په کار لرلو نه يې مشغول کړی؟
آيا اخرت يې درنه ندی هير کړی؟ ایا ټول غم او فکر يې درته د دنيا خواته ندی اړولی؟! دا ټول دالله پاک دعذاب شکلونه دي.
اي زویه ! په دې ځان پوه کړه چې دالله پاک په عذابونو کې اسان عذاب ښکاره عذاب وي. لکه په مال، اولاد او صحت.
او تر ټولو غټ عذاب پټ عذاب وي، چې په زړونو کې وي او د زړونو د ګمراه کولو او بې لارې کولو عذاب وي.
نو په دې بنا پټ عذاب ډير خطرناک دی، ځان ترې وساته.