په کندهار کي ۳۵۰ بستریز روغتون له یوه کال ځنډ وروسته ۳۵ بستریز فعالیت پيلوي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار په عینو ښارګوټي کي ۳۵۰ بستریز روغتون چي باید یو کال مخکي يې په فعالیت پيل کړی وايي، خو تر اوسه یې لا هم روغتیايي خدمات ندي پيل کړي.

دروغتیا مسؤلین وايي، دوی پدې برخه کي خپل مسؤلیت ادا کړی دی.

د کندهار د روغتیا مرستیال ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، دوی تر خپله وسه همکاري کړې خو زیاتوي چي یاد روغتون خپله یو مستقل ریاست لري چي نوري نیمګړتیاوي باید خپله پوره کړي.

ښاغلی سلطاني زیاتوي چي د یاد روغتون لپاره د جمهور رئيس له لوري د ۷۶۵ میلیونه افغانۍ بودیجې امر هم ورکول سوي چي باید ولسي جرګه یې پاس کړي، خو  په خبره یې په ولسي جرګه کي د کندهار استازو پدې برخه کي هیڅ همکاري نده کړې.

بلخوا د یاد روغتون مسؤلین وايي، تر راتلونکي دوو اونیو به روغتیايي خدمات پيل کړي.

ددغه روغتون مشر ډاکټر محمدهاشم الکوزی وايي، په لومړي ځل به سږ کال ۳۵ بستره روغتیايي خدمات پيل کړي چي تر راتلونکو څلورو کلونو به ۳۵۰ بستره بشپر کړي.

په کندهار ښار کي دا مهال یوازنی میرویس روغتون دی چي د زون په کچه روغتیايي خدمات وړاندي کوي.

د روغتیا مسؤلین وايي، که د عینو مېني روغتون پوره ۳۵۰ بستریزه خدمات پيل کړي، د ورغتیا په برخه کي به ګڼي اسانتیاوي رامنځ ته سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...