خبريال: محمد يار مجروح
د روغتيا پالانو په وينا د لاس نه پريوللو له امله کېدلای سي، په لسګونو ناروغۍ د انسان وجود ته انتقال سي.
د روغتيا وزارت وايي، هر کال د هيواد پر هرو ۱۰۰۰ کوچنيانو کي ۵۵ يې د نظافت او حفظ الصحې د نه مراعت له امله په ناروغيو اخته کيږي او خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي. د لاسونو د پريوللو نړيواله ورځ هر کال د اکتوبر پر ۱۵ د نړۍ په ګوټ ګوټ کي لمانځل کيږي، چي د روغتيا پالانو په خبره د لاس نه پريوللو له امله اوس هر کال په نړۍ کي زيات شمېر کسان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.
که څه هم په نړيواله سطحه د سينل بغل ناروغۍ له امله په کال کي ۱،۷ ميليارده کوچنيان تر پنځه کلنۍ عمر نه رسيږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي، ورسره سم په ټوله نړۍ کي ۱،۷ ميليارده کوچنيان په نس ناستي ناروغۍ هم اخته کيږي. د افغانستان د روغتيا وزرات وايي، په هرو ۱۰۰۰ کوچنيانو کي ۵۵ کوچنيان د اسهالاتو او تنفسي انتاناتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چي عمده لامل يې د نظافت او حفظ الصحې نه مراعتول بولي.
د روغتيا وزارت له ټولو روغتياپالانو، د مساجدو له امامانو، ښوونکو او زده کوونکو څخه غواړي په اوبو او صابون سره د لاس مينځل يو هميشنۍ عادت وګرځوي او په ټولنه کي د کوچنيانو مړينه په ټولنه کي راکمه کړي.
پر همدې مهال به کندهار کي د معارف رياست مسوولين وايي، چي د مرکز څخه د ورکړل سوي بوديجې زياته برخه ياد رياست په ښوونځيو کي د نظافت او حفظ الصحې په برخه کي مصرفوي. د کندهار د پوهني رياست تدريسي امر محيب الله قادري وايي، چي په ښوونځيو کي يې د نظافت او حفظ الصحې په برخه کي ډېر کار کړی دی. د ده په خبره د ښار په ډېری ښوونځيو کي چي مخکي يې د پاکو اوبو ستونزه درلوده، د يونسيف موسسې په همکارۍ يې ياده ستونزه تر ډيره حل کړې ده.
د کندهار د پوهني رياست تدريسي امر محيب الله قادري د ښوونځيو د نظافت او حفظ الصحې په اړه دا هم وويل، چي د ښار په ډېری ښوونځيو کي يې د تشنابونو ستونزه هم حل کړې او دوی په دې هڅه کي دي، چي د پخوانيو تشنابونو پرځای نوي عصري تشنابونه ورغوي.