په کندهار کي د ټاکنو لپاره د نوم لیکني پروسه پیل سوه

راپور: سید حمید هاشمي

د کندهار والي وايي، د راتلونکو ټاکنو لپاره يې ډاډمن امنیت نیولی او خلک دي په دغه ملي پروسه کي پراخه برخه واخلي.

د ټاکنو د نوم لیکني لپاره اوس مهال په ښار کي ۴۰ مرکزونه جوړ سوي دي.

په کندهار کي د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکني پروسه رسماً پیل سوه.

په یاده پروسه کي لومړی د کندهار والي او وروسته يې مرستیالانو خپلي تذکري د رايي ورکولو لپاره ثبت کړي.

والي زلمي ویسا وویل، چي د راتلونکو ټاکنو لپاره يې ډاډمن امنیت نیولی دی او پر شرایطو برابر ټول نارینه او ښځینه کسان باید په دغه ملي پروسه کي برخه واخلي.

دغه راز د کندهار دولایتي شورا مرستیال عبدالقیوم هم له خلکو وغوښتل چي د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

خو هغه وویل، چي په کندهار د رايي ورکولو مرکزونه د تیر ټاکنو په پرتله کم سوي چي ممکن یو شمیر کسان د رایو ورکولو له بهیر څخه بي برخي پاته سي.

بلخواد کندهار دټاکنو خپلواک کمیسیون مشر هاشم درانی وايي، چي د رایوو ورکول د مرکزونو د زیاتوالي لپاره له يې مرکزي اداري سره خبري کړي ولي اوسني مرکزونه هم د خلکو لپاره کفایت کوي.

د چارواکو په خبره راتلونکي پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکني به د تیرو ټاکنو په پرتله توپیر ولري او پر شرایطو برابر کسان به خپله رایه د تذکري له لاري وکاروي.

دوی وايي، پخواني د رايي ورکوني ټول کارتونه اعتبار نلري او هغه کسان چی تذکري نلري باید ژر تر ژره يې تر لاسه کړي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...