راپور: محمد یار مجروح
د فوټبال فدراسیون مسؤلین وايي، د یاد لوبغالي پر بیا رغولو به شاوخوا یو میلون ډالر مصرف سي او په معیاري ډول به ورغول سي.
د مسٔوولینو په خبره د لوبغالي د رغولو مصرف فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون ورکوي.
بلخوا لوبغاړي وايي، د معیاري فوټبال لوبغالي به رغولو سره به د کندهار لوبغاړي نور هم مسلکي سي.
په کندهار کي د احمدشاهي فوټبال لوبغالي د بیا رغولو چاري پر داسي مهال پيلیږي چي د دغه ولایت ځايي لوبغاړي وايي، له تیرو دوو کلونو راهیسي د ولایت په کچه د فوټبال لیګ سیالۍ نه دي ترسره سوي.
لوبغاړي اصلي ستونزه د فوټبال په فدراسیون کي د یو شمیر کسانو لاس وهنه یادوي.
بلخوا د کندهار والي زلمی ویسا وايي، هیچا ته به اجازه ورنکړي چي د فوټبال په فدراسیون کي لاسوهنه وکړي او د هغه کسانو پوښتنه به کړي چي تر دا مهاله يې په فدراسیون کي ستونزي رامنځ ته کړي دي.
ده د احمدشاهي لوبغالي د بیا رغولو د مراسمو پر مهال وویل، په حمیدي مېنه کي يې شل جریبه مځکه د فوټبال میدان لپاره ځانکړې کړې او هڅه کوي تر څو ځوانانو ته ورزشي اسانتیاوي برابري کړي.
پر همدې مهال د افغانستان د فوټبال فدراسیون عمومي رئیس اکرام الدین اکرام د کندهار د فوټبال له اوسني وضیعت څخه ناخبري ښي او وايي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.
د ده په خبره احمدشاهي لوبغالی به د یو میلیون ډالرو په ازښت د دریو میاشتو په موده کي له سره ورغوي او په لوبغالي کي به مصنوعي چمن برابر کړي.
دی وايي، په کندهار کي به د دوه لکو ډالرو په ارزښت یو بل لوبغالی هم جوړ کړي.
پر همدې مهال دفوټبال لوبغاړي خوښ دي چي په کندهار کي د مصنوعي چمن اسانتیاوی برابريږي.
دوی وايي، مخکي به نورو ولایتونو ته د تګ پر مهال يې پر مصنوعي چمن سمه لوبه نسوای کولای او زیاتوي د معیاري لوبغالي په رغولو سره به د کندهار لوبغاړي نور هم مسلکي سي.
په کندهار کي له احمدشاهي لوبغالی د رغولو له چارو څو ورځي مخکي د هند هیواد په مرسته د کرکیټ لوبي یو معیاری لوبغالی کټي اخیستني ته وسپارل، خو په دغه ولایت کي لوبغاړي له لویه سره د ورزش له مسؤلینو څخه سرټکوي، خو ولایتي اداره بیا وايي، د ورزش برخي ته به خاص پام کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون