په کندهار کي د ټاکنو له پاره پوره امنیتي تدابیر نیول سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

که څه هم خلک بېره لري، چي ګواکي د ټاکنو په ورځ به امنیتي پيښي وسي، خو د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي د رسنيو سره په خبرو کي وويل، دوی د ولسمشريزو ټاکنو له پاره پور امنيتي تدابیر نیولي دي، تر څو خلک په ډاډه زړه رايه ورکړي.

اطرافي وايي، په ښار او ولسواليو کي يې چاڼيز عمليات پیل کړي، چي د امنيتي پيښو مخه ونیول سي.

دی وایي، د ښځينه پوليسو ستونزه يې هم حل کړې او په هر مرکز کي به دوې تنې ښځينه پوليسي د تلاښۍ له پاره موجودي وي او هيڅ پوليس نه سي کولای چي په ټاکنو کي لاسوهنه وکړي.

بلخوا د امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، په دامان ولسوالۍ کي یې اووه کسان د يو شمېر مهماتو سره نيولي دي.

چارواکي وایي، د دغه کسانو سره ۹۰۰ کیلو ګرام چاودېدونکي توکي، ريموټونه، بېټرۍ، لينونه، د ماين کانچه او نور توکي نیولي دي.

د چارواکو په خبره دغه توکي د ټاکنو د ورځي د ګډوډولو له پاره ساتل سوي وه، چي د کشفي معلوماتو پر اساس يې نیولي دي او نیول سوو کسانو هم پر خپل جرم اعتراف کړی دئ.

که څه هم امنيتي ځواکونه د ټاکنو د ورځي له پاره د بشپړ امنيت خبر ورکوي، خو په تیرو ورځو کي د نوماندانو پر ځینو ټاکنيز غونډو بريدونه سوي دي او دغه راز وسلوالو طالبانو ویلي، چي د ټاکنو پروسه به ګډوډوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...