د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت په اړه اندېښنه ښيي

په کابل کي د امریکا د متحده ایالاتو سفارت، د تر لاسه سوو شکایتونو پر اساس په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي د ناامنیو او د نه شفافیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا سفارت په دې اړه پر خپل ټويټر لیکلي، چي ټول کاندیدان باید د ډموکراټیکو اصولو سره سم عمل وکړي او دغه بهیر ته درناوی ولري.

دغه سفارت همدارنګه په ټاکنو کي له ټولو ښکيلو بنسټونو او امنیتي ارګانونو څخه هم غوښتي، چي د شفافو ټاکنو د کېدو له پاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.

په کابل کي د امریکا سفارت پر داسي مهال په د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کي د تر لاسه سوو شکایتونو په اړه اندېښنه ښودلي، چي څلور ورځي وروسته یعني د راتلونکي شنبې په ورځ به ولسمشریزي ټاکني وسي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ارګانونو روانه میاشت د ټاکنو د امنیت په اړه په خپله یوه غونډه کي وویل، چي د یادو ټاکنو د امنیت له پاره ۱۰۰ زره امنیتي سرتيري ګمارل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...