په کندهار کي د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۹۹ کلیزه په ولمانځل سوه

هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۹۹ کلیزه په کندهار کي د ولایتي او امنیتي چارواکو، دولایتي شورا ، ملي سوداګرو، دیني عالمانو، میرمنو او ګڼ شمیر ځوانانو لخوا ولمانځل سوه.

د کندهار مرستیال والي وايي، دغه ورځ د افغانانو لپاره یوه له ویاړه ډکه ورځ ده، ځکه د افغانستان له خپلواکۍ وروسته په تعلیمي، زراعتي او نورو برخو کې ډېر پرمختګونه راغله.

ښاغلي منیب د افغان سرتیرو سرښندني، او قربانۍ وستایلې او له خلکو يي وغوښتل چي د خپلو سرتیرو ملاتړ وکړي.

د کندهار د ولایتي شورا رئيس سید جان خاکرېزوال بیا وویل، روانه جګړه د افغانساتان د خلکو په ضد وبلل ځکه به خبره يې د انسان وژني تر څنګ پکښي ښوونځي، سړکونه او نور عامه تاسیسات له منځه وړل کیږي.

خو د کندهار د سولي شورا مخکنی ریٔس او ولسي مشر عطامحمد احمدي وايي، چي امریکا دي نور په افغانستان کي خپل نظامي حضور پای ته ورسوي، خو ملکي مرستي دي وکړي.

نوموړی وايي، په دې کار سره ممکن د حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبرو ته لار خلاصه سي.

د نن څخه ۹۹ کاله مخکي د افغانستان ستر ملي شخصیت او د وخت واکمن غازي امان الله خان انګریزان په ۱۲۹۸ لمریز کال کي دي ته اړ کړه چي هغوی د افغانستان د خپلواکی تړون لاسلیک او  افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه وپیژني.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...